Banner

غزل \ محمدحنيف حيران

14.12.2010 14:29

مينه چې بې نومه وي
ژوند هم بې مفهومه وي

نه لري اخلاص چې څوک
عشق ورته لومه وی

خوند ورسره مينه کړي
څومره چې ماشومه وي

تا باندې تاوان يمه
تاته دې مالومه وي

څوک چې اخلاق نه لري
هر څه نه محرومه وي

دلته وي که هلته وي
رايې که چې کومه وي

خوند کړي چې ګيلې کوي
اخ څومره معصومه وي

نه لري احساس چې څوک
عمر به محکومه وي

تل چې حيران وګورې
جېب کې يې لجرومه وي.

 

پکتيا، ګردېز

عبدالمتين سمسور 17.06.2012 07:51

ديره شايسته غزل دي ليكلي خداي فاك درته نور هم وس او طاقت دركي جي فشتو ته خدمت وكي. مننه<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.